ایرانۍ نسرین ستوده په جاسوسۍ تورنه شوې ده
د هغې مدافع وکیل، پیام درفشان نن چهارشنبه د ایران رسمي خبري اژانس، اېرنا، ته وویل چې پر هغې په ابتدا کې د رژیم ضد پروپاګند تور لګېدلی و خو اوس په جاسوسۍ تورنه شوې ده.
درفشان وویل چې چارواکو د دې تور د سپیناوي لپاره اسنا یا شواهد نه دي وړاندې کړي.
نسرین ستوده د روان میلادي کال په پېل کې دهغو ښځو وکالت کاوه چې په ایران کې د اجباري حجاب پرضد د اعتراض له امله نیول شوې وې.
هغه د روان میلادي کال په جون میاشت ونیول شوه.
د اروپا پارلمان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې دفکر د ازادۍ معتبره جایزه ، سخاروف، په مشترک ډول نسرین ستوده ته ورکړه.
نسرین ستوده پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.