نوري: د غزني په بازار کې دکانونه خال – خال پرانیستل شوي
وسله والو طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار درنه حمله وکړه چې څو ورځې یې دوام وکړ.
د غزني د والي ویاند، عارف نوري نن چهارشنبه اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.
د نوري په وینا، د غزني پر ښار په حمله کې ۳۵ملکي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د غزني پرښار په حمله کې ښايي د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي وي خو دقیقه شمېره به وروسته څرګنده شي.