Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نیویارک ټایمز : په افغانستان کې ډیری وخت داعش ډلې په شیعه ګانو بریدونه کړي دي

 



نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د جمعې ورځې په خونړۍ حملې مقاله لیکلې ده.


د ورځپاڼې په لیکنه دا یوه لویه خونړۍ حمله وه چې د افغانستان اقلیت شیعه ګان یې په نښه کړل.


افغان چارواکو ویلي چې دوو انتحاري بریدګرو په ښځینه جامو کې لومړی په لمونځ کوونکو ډزې وکړې او بیا یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړل.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله لیکلي چې طالبانو د ګردیز په دې برید کې لاس نه درلود.







د ورځپاڼې په باور په افغانستان کې ډیری وخت داعش یا اسلامي دولت ډلې په شیعه ګانو بریدونه کړي دي.


 



واشنګتن پُسټ


واشنګتن پُسټ ورځپانې هم د ګردیز په خونړۍ حملې تمرکز کړی.


دې ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله چې دا برید یې غندلی لیکلي چې: په دې ډول جنایتکارانه بریدونو سره د ترهګرو نفاق اچونه کوم ځای ته نه رسیږي.


د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان سلګونه شیعه مذهبي تېر کال د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا په بیلابیلو بریدونو کې وژل شوي دي.



واشنګتن پُسټ: د ټرامپ اداره په سمه لار روانه ده خو هدف ته رسېدل ستونزمن ښکاري





واشنګتن پُسټ ورځپاڼې "له افغانستانه د وتلو وخت دی" تر عُنوان لاندې د لیکوال او ژورنالیست فرید ذکریا یوه مقاله هم خپره کړې ده.


ورځپاڼه لیکي چې د راپورونو په اساس د ټرمپ اداره اوس له طالبانو سره د خبرو له لارې جوړجاړي ته د رسېدو په لټه کې ده.


په مقاله کې راغلي چې د ټرامپ اداره په سمه لار روانه ده خو هدف ته رسېدل ستونزمن ښکاري.


فریدذکریا په دې مقاله کې لیکلي، اصلي خبره دا ده چې واشنګتن باید طالبان په واک کې شریکېدو ته پریږدي.







واشنګتن پُسټ لیکي څېړنو ثابته کړې چې معمولاً د وسله والو مخالفتونو د ختمولو لپاره یوه اصلي لار په یوه نوي سیاسي تعامل کې دغو وسله والو مخالفینو ته ځای ورکول دي.


د مطلب په دوام راغلي که څه هم د امریکا پخواني ولسمشران بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش له افغانستانه په وتلو بریالي نه شول، خو امریکا د تل لپاره په دغه هېواد کې نه شي پاتې کیدای.


لیکوال دلیل راوړي چې زموږ حضور د امریکا بهرنی سیاست بې لارۍ ته باسي ځکه په داسې یوه ځای ډېر زیات لګښت کوو چې زموږ ملي ګټې پکې کمې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus