د هرات په هوايي ډګر کې د هېروئینو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی
تورن کس وايي چې دا نشه يي مواد یې د پیسو په مقابل کې هند ته قاچاق کول.
دی زیاتوي چې له هرات څخه هندوستان ته د هر کېلو ګرام هيروينو په بدل کې قاچاق کوونکو درې زره امریکايي ډالر ورکول.
د هرات ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان ناصر نېکنام ازادي راډیو ته وویل:
"له یو تن څخه د هیرویینو ۶۲ کپسولونه تر لاسه شوي چې د خولې له لارې يې تېر کړي او ۶۰۰ ګرامه وزن یې درلود، دا تورن کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوی دی."
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د هرات نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ۲۷ کسان له هرات څخه ډهلي ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي او له دوی سره یې اوولس نیم کېلو ګرامه هیرویین هم نیولي دي.