د سوریې په جنوب کې یاغیان وايي له روسیې سره خبرې کوي
ياغيانو دا خبره د روسيې او سوريې د ځواکونو له خوا تر سخت بمي کمپاين وروسته وکړه.
د ياغيانو جنګياليو پرون دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې د روسيې په منځګړيتوب د مذاکرو لنډمهالى ځنډ د دې سبب شو چې د روسيې او سوريې ځواکونه د ياغيانو پر مورچلونو هوايي او راکټي حملې وکړي.
تر اوسه پر څه باندې ٣٠ ښارګوټو چې د اردن سرحد او د اسرائيل اشغال شويو د ګولان غونډيو ته څېرمه پراته دي، د حکومتي واکمنۍ د بياټينګېدو په اړه د موافقې پر سر مذاکرې شوې دي.
د بمبارۍ تر پيلېدو ٢٤ ساعته وروسته ياغيانو ويلي چې غواړي بېرته مذاکرو ته کښېني.