د «الکوزي احمدشاه ابدالي» کرکټ سیالیو په لړ کې نن۳لوبې کېږي
دا سیالۍ له درېیو ورځو وقفې وروسته نن په ننګرهار، کونړ او خوست لوبغالو کې پیل شوې.
د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو پنځه ویشتمه لوبه په ننګرهار کې د مس عینک او امو ترمنځ شپږ ویشتمه لوبه بیا په کونړ کرکټ لوبغالي کې د کابل او بند امیر ترمنځ او اویشتمه لوبه بیا په خوست کې د بوست او سپین غر لوبډلې تر منځ پیل شوي.
د کرکټ بورډ ویبپاڼې د معلوماتو له مخې تر اوسه ټولو لوبډلو اته اته لوبې تر سره کړي او بند امیر لوبډله د ډېرو امتیازونو په درلودلو سره د جدول په سر کې ده.