نېکلسن: روسیه وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي
جنرال جان نېکلسن له بي بي سي سره په مرکه کې وویل ده په افغانستان کې د روسانو بې ثباته کونکي فعالیتونه لیدلي دي.
د نوموړي په وینا روسي وسلې د تاجکستان د پولې له لارې طالبانو ته قاچاق کېږي.
خو جنرال نېکلسن دا نه دي ویلي چې په کومه اندازه روسي وسلې طالبانو ته ورکول کېږي.
روسيې تر دې مخکې د امریکا دا ډول ادعاګانې رد کړي دي.
طالبانو ته د روسيي لخوا د وسلو ورکولو موضوع بیا په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د مسکو او ناټو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.