نېکلسن: امریکا له افغان سولې سره د همکارۍ پر یوه پلان کار کوي
جنرال جان نېکلسن پرون په کندهار کې وویل امریکا او افغان حکومت په یوه پلان کار کوي چې څرنګه واشنګټن د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کولی شي.
خو د دغه امریکايي جنرال په وینا په دې برخه کې د ګامونو اخیستلو لپاره زیات کار ته اړتیا ده.
جنرال نېکلسن وویل د دې لپاره هڅې کېږي چې له سولې سره یو ځای کېدونکي وسله وال ډاډه شي چې هغوی به خوندي وي او په امنیت کې به ژوند کوي.
د هغه په خبره یو شمېر وسله والې ډلې لېواله دي چې په کندهار کې له دې پروسې سره یو ځای شي.
جنرال نېکلسن او یو شمېر نور امریکايي قوماندانان په دې باور دي چې پر طالبانو پوځي، سیاسي، او ټولنیز فشارونه به د دې ډلې یو شمېر غړي د سولې له پروسې سره یو ځای کړي.