مصري پوځ په تېرو ۵ ورځو کې ۳۶ مشکوک سخت دریځي وژلي
پوځ نن دوشنبه په خپره کړې اعلامیه کې دغهراز ویلي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې، ۳۴۵ مشوک سخت دریځي توقیف شوي دي.
وروسته له هغې چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي تېره میاشت په سینا کې د داعش د ځپلو لپاره درې میاشتې وخت وټاکه، د دې هېواد پوځ دغه عملیات پیل کړل.
د روانې میاشتې په انتخاباتو کې السیسي ځان کاندید کړی دی.
له کله چې د السیسي په مشرۍ پوځ پخوانی اسلامپال ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال کې له قدرته لیرې کړ، له هغه مهاله د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو هغه جهادي ډلې حملې کوي چې په دې وروستیو کې له اسلامي دولت نومې ډلې سره یوځای شوې دي.