سبا سې شنبه افغان کرکټ لوبډله له زېمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته وځي
افغان لوبډلې تېره ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ څخه د ۷ وېکټو په توپير، ماته وخوړه، خو زېمبابوې بیا په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۱۶ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د نړیوال جام غوراوي پړاو له سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زېمبابوې ته د دوو ۲۰ اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو په سیریز کې ماته ورکړه.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ تېره ورځ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په زېمبابوې کې پېل شوې چې له ډلې بهیې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.