په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه
د کندهار د ښځو چارو رئیسي رقیې اڅکزۍ په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونې پرانیستل کېدل مهم ګام وباله او ویې ویل چې له دې لارې به د ښځو د لاسي صنایعو سوداګري وده وکړي او د ډېرو ښځو کورنی اقتصاد به پیاوړی شي .
نوموړې زیاته کړه چې دغه مرکز غيردولتي دى او هدف يې د ښځو د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه ده .
د کندهار والي زلمي ویسا په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې له دغه مرکز سره به همکاري وکړي او د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د ښځو د لاسي صنایعو د پلور یو مارکېټ جوړ کړي .
بل خوا د ښځو لپاره د سوداګرۍ د خوني دغې پرانیستغونډې ته د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني هم په خپل راستول شوي ويډيويي پيغام کې دغه ګام وستایه او په دې برخه کې يې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه .
په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې تر دې مخکې د دغه ولایت ښځینه سوداګرو ازادي راډیو سره په خبرو کې څو ځله د خپلو لاسي صنایعو لپاره د بازار غوښتنه کړې .
خامکي غاړې او خامکي پټوان د کندهار مشهور لاسي صنایع بلل کېږي