سبا سې شنبه افغان کرکټ لوبډله له زیمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته وځي
افغان لوبډلې تېره ورځ پخپله لومړۍ لوبه کې له سکاټلینډ څخه د ۷ وایکټو په توپير، ماته وخوړه، خو زيمبابوې بیا پخپله لومړۍ کې نیپال ته په ۱۱۶ منډو ماته ورکړه.
افغان لوبډلې د نړیوال جام غوراوي پړاو له سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زیمبابوې ته د دوو ۲۰ اوریزو او پنځو يو ورځينو لوبو په سیریز کې ماته ورکړه.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ تېره ورځ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په زيمبابوې کې پېل شوې چې له ډلې به یې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.