چارواکي: په کونړ کې ۴ وسله وال مخالفین او یو محلي پولیس وژل شوي
د کونړ د امنیې قوماندانۍ مرستیال محمد زمان عیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ګڼ شمېر کې وسله والو مخالفینو د مرورې ولسوالۍ اړوند د بچې په سیمه کې د محلي پولیسو په پوستو برید کړی چې هلته د پرتو افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او برید کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وایي په دغه برید کې د مخالفینو څلور کسان وژل شوي او درې نور ټبیان دي او وايي چې په یاده نښته کې یو محلي پولیس وژل شوی او یو ټپي دی چې ډاکټرانو د ټپي روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.