پاکستاني طالبان: خالد محسود په شمالي وزیرستان کې وژل شوی
د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند اعظم طارق محسود نن ومنله چې خالد محسود د ګورواک په نوم سیمه کې وژل شوی دی.
د تحریک طالبان مرستیال خالد محسود په سجنا هم مشهور و.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په اتمه ویلي وو چې د تحریک طالبان ډلې مرستیال خالد محسود په پکتیکا کې د امریکايي ځواکونو به هوايي حمله کې وژل شوی دی.