په غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ټرافیکي پېښه نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ اړوندې د لړم په سیمه کې د کابل ـ کندهار پرلويه لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي چې د دغه چپه شوي ۳۰۳ موټر د چپه کېدو لامل زیاته واوره وه.
ښاغلي نوري وویل، له ۱۵ ټپیانو یې ۱۱ بېرته له روغتونه رخصت شوي دي.