ټرمپ، له اوپیک څخه د اماراتود وتلو هرکلی وکړ
د امریکا ولسمشر، له اوپک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو د پرېکړې هرکلی وکړ.
ډونالډ ترمپ په یوه خبري ناسته کې ویلي: «زما په اند دا ډېره ښه پرېکړه ده. محمد بن زاید آل نهیان ډېر هوښیار دی او ښايي غوښتل یې خپله لاره غوره کړي.»
ټرمپ زیاته کړې چې باور لري دا بدلون به په پای کې د پیټرولو، تېلو او نورو شیانو د بیو په راټیټولو کې مرسته وکړي.
متحده عربي اماراتو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د همدې اوونۍ له جمعې څخه به له اوپک او اوپک پلس څخه ووځي. کارپوهان دا پرېکړه ډېره ناڅاپي نه بولي، ځکه د اماراتو د تېلو د تولید وړتیا تر هغې اندازې لوړه ده چې اوپک ورته ټاکلې ده.
ټرمپ همداراز ویلي چې د اماراتو دا پرېکړه ښايي اوپک ته ستونزې جوړې کړي.