د یوناما مشره: ملګري ملتونه هڅې کوي چې دافغانستان او پاکستان ترمینځ لارې بیرته پرانیستل شي
افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت،یوناما، سرپرستې مشرې جورجیت ګانیون دافغانستان له ختیځو ولایتونو څخه د لیدنې په پاې کې وویل چې د پولو تړل کیدو خلک سخت اغیزمن کړي دي.
هغه وايی لارې دې لږترلږه دبشري مرستو په مخ ځکه پرانیستل شي چې خلک سخت اغیزمن شوي دي.