د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، په سرحدي سیمو کې يې پر "شته ستونزو" برسېره د کوچني اختر له پیله بیا تر اوسه پسرلنۍ مېلې او بنډارونه روان ساتلي دي. هغوی وايي، ساتېری د ژوند مهمه اړتیا ده او د جسماني او رواني ستومانیو ښه بدیل همدا تفریحي پروګرامونه دي. د خوست اوسېدونکو په عين حال کې له پاکستان او په افغانستان د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې اوربند وغځوي او وروستۍ راولاړې شوې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي، ځکه د دوی په وينا، د دواړو هېوادونو ترمينځ د جنګ زيات زیان ولسي وګړو ته رسېږي. په دې اړه نور حال په ويډيويي راپور کې .