Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عمران خان د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر د ولسي احتجاج کولو غږ کړی دی

د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان، د خیبر پښتونخوا پر اعلا وزیر غږ کړی چې د ولسي احتجاج لپاره تیاری وکړي.د عمران خان پر اېکس پاڼه د دیسمبر پر ۲۰مه ناوخته خپاره شوي بیان کې راغلي چې نوموړي دا خبرې په جيل کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي. هغه یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې نه یوازې په زندان کې ورسره ناقانونه چلند کېږي بلکې دا د ده په وینا، "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په امر کېږي." نوموړي دعوه کړې چې په ملک کې "دا وخت" د پوځ او دفاعي ځواکونو د مشر 'فیلډمارشل عاصم منیر قانون دی او د هغوی کړې پرېکړې اورول کېږي."

پوځ لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی. خو تر دې وړاندې د پوځ د عامه اړیکو دفتر ( ای اېس پي ار ) مشر لېفټيننټ جنرال احمد شریف چودري د دیسمبر پر پینځمه عمران خان خان د پاکستان ملي امنیت ته ګواښ بللی وو. تېره اونۍ د اطلاعاتو وفاقي وزير، عطاالله تارړ په يوه خبري غونډه کې له عمران خان سره په زندان کې د ناقانانوه چلند کېدو تورونه رد کړي وو. هغه دعوه کړې وه چې عمران خان ته "کافي سهولتونه" ورکړل شوي دي.

د سهېل اپرېدي په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت وار له مخې د عمران خان د خوشې کولو لپاره تحریک پیل کړی دی او په پېښور او کواټ کې یې ولسي غونډې کړې دي.

عمران خان دا څرګندونې له هغې وروسته کړې دي چې د دیسمبر پر ۲۰مه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې یو ځانګړي عدالت د توشه خانې په مقدمه کې ده او د ده مېرمنې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کالونو بند سزا واوروله. عدالت د هغې سزا ترڅنګ عمران خان او بشرا بي بي ته د یو کروړ او شپیتو لکو روپو جرمانې ورکولو حکم هم کړی دی.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي. عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

د عمران خان په بیان کې دا سزا رد شوې او ویل شوي چې پرضد به یې په های کورټ کې اپیل کوي. ۷۳ کلن عمران خان چې د ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان وزيراعظم وو، د درغلیو د تورونو له کبله د ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې بندي دی. نوموړی وايي پر هغه جوړ شوي کيسونه سياسي سازش دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus