Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

څېړنیزې ادارې وايي روان کال پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي

په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اینډ سېکیوریټي سټډیز یا سي ار اېس اېس) وايي د ۲۰۲۵ز کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د تېرو کلونو پرتله ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.یادې ادارې د ډېسېمبر پر درېیمه په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې له جنورۍ د نومبر تر اخره د ترهګرۍ پېښو کې ۳۱۸۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲،۰۰۰ کسان نور ژوبل شوي دي. یاده اداره وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې د تلفاتو شمېر تر دې کم وو. دوی وايي، تېر کال په دغه هېواد کې ۲۵۴۶ کسان وژل شوي ول.

په راپور کې راغلې دي چې روان کال په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلې دي. سي ار اېس اېس لیکلي دي چې روان کال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ ۱۱۸۸ پېښې شوې دي چې ۶۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز سي ار اېس اېس لیکي چې په پاکستان کې د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ډېرې پېښې مخې ته راځي او د یوې اندازې له مخې په ملک کې د ترهګرۍ د ټولو پېښو ۹۲ سلنه یې په دغو دواړو صوبو کې مخې ته راځي او همدا رنګه په ټول ملک کې چې څومره تلفات مخې ته راځي په هغو کې ۹۶ سلنه د بلوچستان او د خیبر پښتونخوا وي.

په عین حال کې د پاکستان یوې بلې څېړنیزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلېکټ اینډ سیکورېټي سټډیز هم د ډېسېمبر په دویمه په یو راپور کې لیکلي دي چې روان کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې د وسلوالو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګژوبلې د اوښتو کچه ۶۵ سلنه راټیټه شوې ده خو ولسي کسانو ته د تلفاتو د اوښتو کچه ۸۰ سلنه زیاته شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلې نورې وسلوالې ډلې او په بلوچستان کې بیا بلوڅ وسلوالې ډلې وخت په وخت د پاکستان د حکومت پر ضد بریدونه کوي. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وخت په وخت ادعا کوي چې د ترهګرۍ خلاف یې کوټلي عملیات پیل کړې دي. په ورته مهال په دواړو صوبو کې ولسي خلکو د بدامنۍ خلاف لاریونونه او پرلتونه هم ترسره کړې دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus