Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ وايي په اوسني وضعیت کې د ايران خلاف اقدام "مناسب" نه‌ دی

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې تېره اونۍ یې د اسراييلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی وو چې داسې اقدام دې نه کوي چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو د ګډوډېدو سبب شي.نوموړي د مې پر ۲۸مه په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "ما هغه ته وویل چې دا کار دا مهال مناسب نه دی، ځکه موږ اوس د یوې حل لارې ته ډېر نېږدې یو."

د هغه په وينا، "دا وضعیت هره شېبه بدلېدلی شي."

اسراییلو تر دې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړی وو چې پکې راغلي ول چې نتنیاهو ګواښ کړی دی چې د امریکا او ایران ترمينځ به د اټومي هوکړې د خبرو د ګډوډولو لپاره د ایران پر اټومي بټيو برید وکړي.

بلخوا اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس وايي چې ډانلډ ټرمپ د مې پر ۲۸مه وويل چې له ایران سره يې موافقه ممکن په یوه یا دوو اونیو کې وشي.

د ایران او امریکا تر مينځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې د خبرو لومړی پړاو د اپرېل پر ۱۲مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی وو، او تر هغه وروسته يې دواړو خواوو څو ځلې نورې ناستې هم کړې دي.

د امريکا او ايران ترمينځ په دغو خبرو اترو کې د ايران د بهرنیو چارو وزیر سيد عباس عراقچي د ایراني پلاوي او د منځني ختیځ چارو لپاره د امريکايي ولسمشر سلاکار سټیف وېټکوف د امریکايي پلاوي استازيتوب کوي.

دا تر هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې که د ایران د اټومي پروګرام ختمولو په اړه موافقه و نه شي، نو پر وړاندې به یې "پوځي ځواک" وکاروي.

د امریکا په ګډون لوېديز هېوادونه له تېرې اوږدې مودې راهیسې پر ایران تور پوری کوي چې هغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي. بلخوا ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي موخو لپاره دی.

تهران په ۲۰۱۵ز کال کې له نړيوالو ځواکمنو هېوادونو سره يو تړون ته رسېدلی وو چې له مخې يې پر هغه هېواد د نړيوالو د بنديزونه کمولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.

خو ډانلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus