Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

واشنګټن کې د اسراييلو سفارت ۲ کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن ډی سي کې د اسراييلو سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د مې پر ۲۱مه ماخوستن مهال په واشنګټن کې د یهودي میوزیم مخې ته یو وسلوال کس، چې "فلسطین ته ازادي ورکړئ" نارې يې وهلې، د اسراییلي سفارت پر دوو کارکوونکو ډزې وکړې او هغوی یې ووژل.

د امریکا او اسراییلو مشرانو دې برید ته "سخت غبرګون" ښوولی دی.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې "نفرت او تندلاريتوب په امریکا کې هېڅ ځای نه لري."

نوموړي پر ټروت ټولنيزې شبکې په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده: "دا وحشتناکې وژنې، چې په ښکاره توګه د یهودو ضد کرکې پر بنسټ شوې دي، باید سمدلاسه ختمې شي."

د يهودي ميوزيم مخې ته ډزې هغه مهال وشوې کله چې د ځوانو متخصصینو او سفارتکارانو لپاره یوه ټولنیزه غونډه روانه وه.

په امريکا کې د اسراییلو سفیر وویل چې د دغې پېښې قربانیان يوه ځوانه جوړه وه، چې له يو بل سره يې د ژر واده کولو نيت درلود.

پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې يوې ويډيو کې ښکاري چې یو ږيره لرونکی ځوان، چې جاکټ او سپین کمیس یې اغوستی، د "فلسطین ته ازادي ورکړئ" چیغې وهلو پر مهال د پولیسو له خوا نيول کېږي او له هغې سيمې وړل کېږي.

پولیسو تایید کړې ده چې مشکوک بریدګر تر برید وروسته میوزیم ته داخل شو او هلته ونیول شو.

د واشنګټن د پولیسو مشرې، پامېلا سمیت خبریالانو ته وویل: "برید یو مشکوک کس کړی، چې اوس زموږ په ولکه کې دی. له برید وړاندې، مشکوک کس د میوزیم مخې ته ګرځېده. بیا څلورو کسانو ته ورنېږدې شو، توپنچه یې راوایسته او ډزې یې وکړې. تر برید وروسته هغه میوزیم ته داخل شو او د امنیتي کارکوونکو له خوا ونیول شو."

هغې زياته کړه چې د مشکوک کس نوم الیاس رودریګز دی، عمر یې ۳۰ کاله دی او د امريکا د شیکاګو ايالت اوسېدونکی دی.

بلخوا د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د اسراییلو پر ضد "درواغجن تورونه د وینې په قیمت پرې کېږي او بايد بې رحمانه چلند ورسره وشي."

نوموړي زياته کړې ده: "موږ د یهود ضد کرکې او د اسراییلو پر ضد د وحشيانه پارونې تاوان وینو."

يهودي میوزیم د واشنګټن ډي سي په مرکز کې، د امریکا د کانګرس ودانۍ ته نېږدې واقع دی او له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا ۱.۶ کیلوميټره ليرې دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus