Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جیشنکر له متقي سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټیلیفوني خبرې کړې دي

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جیشنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمینځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.جیشنکر د مې پر ۱۵مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له امیرخان متقي سره یې "ښې ټیلیفوني خبرې" درلودې. نوموړی وايي چې د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د "ناسمو او بې‌اساسه راپورونو" له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي "قاطع دریځ" ته یې هرکلی ویلی دی. جیشنکر دا هم لیکلي چې هغه د زړه له تل نه د پهلګام ترهګریز برید په غندلو د امیر خان متقي د دریځ ستاینه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې د افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې "د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو " غږېدلي دي.

تر دې وړاندې، د اپرېل میاشتې پر ۲۷مه د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي رییس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.
دواړو مشرانو هغه مهال هم په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د "ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار" وکړ او و یې ویل چې هندي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اپرېل پر ۲۸مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وو چې متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.

اوس تازه د مې پر ۱۵مه د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوې چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل او په تعقیب یې پاکستان هم پر هند ځوابي بریدونه ترسره کړل. هغه جګړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په درېیمګړیتوب پای ته ورسېدله.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له چارواکو سره یې راشه درشه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus