Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان روغتیا ملي ادارې د پولیو نوې پېښه تایید کړې ده

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغه هېواد په کراچۍ ښار کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د جنورۍ پر نهمه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د جنورۍ پر نهمه د ختيزې کراچۍ اوسېدونکي یو نارينه ماشوم په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړ.


د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغه هلک د وینې نمونې د ډېسېمبر پر ۲۱مه لېبارټرۍ ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي. د ادارې په وینا، له دې سره په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.


د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا کې ۲۱، په سيند کې ۲۰ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په نیمايي کې له بلوچستانه پرته د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو او بیا د میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو اووه ورځني واکسیني کیمپېنونه ترسره شول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.


په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.


پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus