Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

څېړنيز مرکز: په پاکستان کې تېر کال تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي ول

په پاکستان کې يو غیر حکومتي څېړنيز مرکز وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې د ۲۰۲۳ز کال په پرتله ۷۰ فیصده زیات وسلوال بریدونه شوي ول چې ۹۵ فیصده يې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وو.

پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خپل کلنۍ رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۴ز کال کې ټول ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.


په دې حساب د ۲۰۲۳ز کال په نسبت په ۲۰۲۴ز کال کې ۳۳ فیصده زیات بریدونه او مرګژوبله شوي ول. رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ز کال په حملو کې ۱۰۹۲ کسان ژوبل شوي هم ول.


رپورټ زیاتوي چې تېر کال ۳۵۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول چې پکې ۷۸ د ملیشا او فرنټيير کانسټېبلری، ۱۴۰ پوليس، ۱۳ لیویز سرتېري ول. د دې ترڅنګ ۳۵۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۶۲۱ ټپيان ول.


رپورټ وايي چې تېر کال تر ټولو زیات ۲۹۵ بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي وو چې پکې ۵۰۹ کسان وژل شوي او ۵۱۷ زخمیان ول. رپورټ زیاتوي چې بلوچستان دویمه صوبه ده چې پکې زیاتې حملې شوې وې. د رپورټ تر مخه تېر کال په دې صوبه کې۱۷۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۱۹ بریدونه بېلابېلو بلوڅ بېلتون پالو وسلوالو ډلو کړي ول.


په ۲۰۲۴ز کال کې په سيند کې ۱۲ او په پنجاب کې ۱۱ وسلوال بریدونه شوي ول.




له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.


د څېړنيز مرکز رپورټ وايي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پخوانیو کلونو په پرتله تېرکال زیات وسلوال وژل شوي ول. رپورټ زیاتوي چې له معلوماتو سره سم په ۲۰۲۳ز کال کې په عملیاتو کې ۳۷۳ مشکوکه وسلوال وژل شوي ول، خو په ۲۰۲۴ز کال کې د وژل شویو مشکوکو وسلوالو شمېر ۶۲۱ وو چې دا ۶۶ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus