په تېرو دولسو میاشتو کې له ۷۰۰ زيات پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي. د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په هغه موده کې یې نیږدې شپېته زره عمليات کړې او له ۹۰۰ زیات وسله وال یې وژلي دي. دا په دې معنا چې په ۶۵ عملياتو کې يوازې يو وسله وال وژل شوی. شمېرې ښييچې وسله والو په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېرې حملې په خیبرپښتونخوا او تر ټولې کمې په پنجاب کې وکړې.
کاالعدم ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ګروپ او بلوچ لیبرېشن ارمي تر نورو وسله والو ډلو ډېرې فعالې وې. څيړونکي وايي خلک د پاکستاني ځواکونو پر عملياتو بې باوره شوي او د حکومت ډېر پام د امنيت ساتلو پر ځای سیاست ته دی نو ځکه به ښايي ۲۰۲۵ کال هم ډېر خونړی وي.
په دې اړه د بشير ګواښ ويډيو راپور وګورئ.