نادرا د هر ۱۸ کلن پاکستاني لپاره د شناختي کارډ جوړول لازمي کړي دي
نادرا د ډېسېمبر پر ۲۷مه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان هر وګړي لپاره ضروري ده چې د ۱۸ کالو په عمر کې شناختي کارډ جوړ کړي.
په بیان کې په میندو او پلرونو غږ شوی چې د خپلو اولادونو لپاره لازم شناختي کارډونه جوړ کړي. په پیغام کې ویل شوي چې د لومړي ځل لپاره د شناختي کارډ لپاره د "فارم ب" وړاندې کول لازمي دي، او که هغه موجود نه وي، نو د یونین کونسل څخه جاري شوی د زیږون سند یا پیدایشي سرټیفیکیټ دې وروړل شي.
په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې کار د نه عملي کولو په صورت کې جرمانه لګېدای شي او قانوني کارروايي هم ترسره کېدای شي.