په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې پر پکتيکا شوې بمباري به بدې اغېزې ولري. د پاکستان جنګي الوتکو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې وه. اسلام اباد ويلي دي چې دغه عملیات يې په هغو سرحدي سیمو کې کړي چې ورڅخه پاکستانيو وګړيو ته د ترهګرۍ ګواښ موجود وو، خو ځايي خلک وايي چې په دغو بريدونو کې عام خلک وژل شوي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ راپور .