Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی او وايي پر پکتيکا بمباري به بد عواقب ولري

په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی چې پر پکتيکا د پاکستان هغه بمباري به بد عواقب ولري چې ۴۶ کسان پکې ووژل شول.

د طالبانو د بهرنيوو چارو وزارت د دیسمبر پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په کابل کې یې د پاکستاني سفارت چارسمبالی (شارزدافیر) احضار کړی وو او هغه ته یې احتجاج وکړ. په خبرپاڼه کې د مرستيال وياند، حافظ احمد ضيا تکل له خولې راغلي‌ له یوې خوا پاکستان خپل ځانګړی استازی، محمد صادق کابل ته د خبرو لپاره ورلېږلی او له بلې خوا یې په همغه ورځ (د دیسمبر پر ۲۴مه) پر پکتيکا بمباري کړې ده.


تکل زیاته کړې: "د هغو خبرو په منځ کې بمباري کول او ملکیان شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده. دا حملې وغندل شوې. پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري."




د طالبانو د حکومت مرکزي وياند، ذبیح الله مجاهد د دیسمبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل: "د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سور زغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دې چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."


دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سره "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" خبرې وکړې.


د پاکستان پوځ او حکومت لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ويلي. البته پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) وسلوالو "څلور مهم مرکزونه" په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.


کاالعدم اعلان شوې ډلې، ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي. د دیسمبر پر ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پاکستانيوو الوتکو د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ برید کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.


دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کوي. تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ شمېر کسان وژل شوي ول.


اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده. خو د طالبانو حکومت دا ردوي او وایي د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus