د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د درو تورنو انساني قاچاقبرانو او د خپلو دوو افسرانو، چې د دوی په وینا خپله دنده یې په سمه توګه سر ته نه وه رسولې، د ګرفتارۍ خبر ورکړی دی. چارواکي وايي چې دا کاروايي يې په یونان کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو تر پېښې وروسته د پنجاب په فيصل اباد ښار کې کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي وو چې د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته د یونان ساحل ساتونکو ۴۷ پاکستانیان ژغورلي او د پينځو مړي يې راايستلي دي.دا چې له پاکستانه قاچاقبران څنګه خلګ اروپايي هېوادونو ته وړي، په لارو کې څه ستونزې وي او حکومت يې د مخنيوي لپاره څه کوي؟ تفصيلي راپور واورئ.