په اسلام اباد کې ګڼو وکیلانو او فعالانو په هغه ښار کې د پښتنو د نیولو او ځورونو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی. لاریونوالو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتنه وکړه چې د پښتنو بې ځایه ګرفتارۍ او ځورونې دې ودروي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پولیسو د نومبر پر ۲۶مه د تحریک انصاف د احتجاج پر مهال سلګونه پښتانه ونیول چې د وکیلانو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن په وینا، زیاتره یې مزدوران او بې وزله کسان دي. د اسلام اباد پولیسو د "بې ګناه " کسانو د نیولو او د پښتنو د ځورونو تورونه رد کړي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.