Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنۍ: د بغلان پر یو زیارت د وسلوالو په ډزو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي

رسنۍ وايي چې د افغانستان د شمالي ولایت بغلان په یو زیارت کې په وسلوال برید کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. 

د افغانستان اریانا نیوز او طلوع نیوز ټېلېوېژنونو او افغان اسلامي اژانس خبر ورکړی دی چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه ماخوستن مهال د بغلان د نهرین ولسوالۍ په "سید پاچا جان" زیارت کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي. 


اریانا نیوز ټېلېوېژن او افغان اسلامي اژانس د نومبر پر ۲۲مه په بغلان کې د سرچینو په حواله ویلي دي چې په پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي خو طلوع نیوز ټېلېوېژن په خپل خبر کې د مرګژوبلې کره ارقام نه دي ورکړي او یوازې یې دومره ویلي چې وسلوالو "په څه باندې ۱۰ تنو ډزې" کړې دي. 




اریانا نیوز د یو ځايي اوسېدونکي په حواله ویلي دي چې هغو کسانو غوښتل چې شپه په زیارت کې تېره کړي. 


ټېلېوېژن وايي چې په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتي او فرهنګي چارو رییس اسد الله مصطفا هاشمي پېښه تاییده کړې خو د مرګژوبلې په اړه یې تفصیل نه دی ورکړی. 


اریانا نیوز زیاتوي چې په بغلان کې د طالبانو د حکومت د پولیسو ویاند ورته ویلي دي چې د پېښې په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه کړي. 


البته افغان اسلامي اژانس د پولیسو په حواله ویلي چې هغوی پلټنې پیل کړې دي او وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي. 


تر اوسه معلومه نه ده چې پر زیارت چا او ولې برید کړی دی. 


خو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډ‌ون په یوشمېر ولایتونو کې پر جوماتونو، د سېکانو پر ګوردوارې، زیارتونو او شیعه ګانو خونړۍ حملې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده. 


په بغلان کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه وکړه چې په سېپټېمبر کې یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې "ځانګړو ځواکونو" یې د غور ولایت په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.


د سېپټېمبر پر ۱۲مه د هزاره مېشتي ولایت دایکندي یوشمېر اوسېدونکي د غور ولایت مرکز فېروزکوه ته پر لاره ول چې هلته د عراق له کربلا څخه ورغلیو زایرینو ته هرکلی ووايي، خو پټو ناستو وسلوالو ورباندې برید وکړ چې پکې ۱۴ تنه ووژل او شپږ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري د داعش خراسان څانګې منلې وه. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus