اوکراین: جرمني د یووالي د کمزوري کولو او د پوتین د تشویقولو هڅه کوي
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې " اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد د امکان د نشتوالي په اړه د جرمني وروستی دریځ د اړیکو له کچې او شته امنیتي وضعیت سره مطابقت نه لري.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د جرمني پر دې خبره خواشیني څرګنده کړې چې ویلې يې دي، اوکراین ته د دفاعي وسلو د لېږد امکان نه شته.
د جرمني د دفاع وزیرې کریستین لامبرخت پرون وویل چې برلین په فبروري میاشت کې اوکراین ته یو ګرځنده روغتون لېږي، خو دا یې رد کړه چې ګواکي کیف ته به وسلې ورکړي.
اوکراین له جرمني غوښتي چې پر خپل دې دریځ له سره غور وکړي.