لندن د نورو افغان ترجمانانو په اړه د معلوماتو له افشا کېدو بخښنه وغوښته
د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، وړمه شپه د ۵۵ نورو افغانانو چې ویل کېږي د هغو کسانو په لېست کې شامل دي چې باید بریتانیا ته ولېږدول شي، معلومات څرګند شوي دي.
تر دې وړاندې د ۲۵۰ افغان ترجمانانو معلومات په ورته ډول افشا شوي وو.
د دغو کسانو په اړه معلومات یوازې هغو کسانو ته سهواً استول شوي چې د بریتانیا له پوځ سرهیې د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.