د جرمني پولیس وايي چې د دې هېواد په جنوب کې ګڼ د چړو په وسیله په یوه برید کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې پېښه په ووییرزبورګ Wuerzburg ښار کې شوې او بریدکوونکی د پولیسو پراخو عملیاتو په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پولیسو په ډزو زخمي شوی و، نیول شوی دی.
پولیسو وروسته یوازې دومره وویل چې دا برید د یو فرد له خوا شوی او خطر نور نو له منځه تللی دی، خو د علت په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې پېښه پرون ماښام هغه مهال وشوه چې برید کوونکي پر یوې ښځې د چړې په وسیله برید وکړ او کله چې لاروي مرستې ته ورغلل نو پر نورو یې هم ګوزارونه پیل کړل.