ډیلسي روډریګز د وینزویلا موقته ولسمشره شوه؛ مادورو بیا امریکا کې په ځان لګېدلي تورونه رد کړل
ډیلسي روډریګز رسماً د دوشنبې په ورځ د وینزویلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. اغلې روډریګز تر دې مخکې د وینزویلا د ولسمشر مرستیاله او د نفتو وزیره وه. ۵۶ کلنه ډیلسي روډریګز د خپل ورور جورج روډریګز په وړاندې چې د وینزویلا د ملي شورا رییس دی لوړه وکړه. اخوا د وینزویلا لرې شوي جمهور رییس نیکولاس مادورو د دوشنبې په ورځ د مخدره توکو او ترهګرۍ اړوند تورونه رد او ځان یې بیګناه وباله. مادورو چې شنبه سهار وختي د امریکايي ځواکونو له خوا د وینزویلا په کاراکاس کې تر نیول کېدو وروسته امریکا او بیا د نیویارک... Читать дальше...