عباس خان: پاکستان د افغان تابعیت کارډ لرونکو د برخلیک په اړه مشورې کوي
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې اسلام اباد پلان لري چې په دې اړه د طالبانو له حکومت سره هم خبرې وکړي. ده وویل چې پاکستان لا د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی. Читать дальше...