د بریتانیا ملکې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبې رسماً پرانیستې
د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې.
“زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.