اسرایلي ځواکونو په غزې تراړه کې یو فلسطینی وژلی
فلسطینیانو ته دا مرګژوبله په غزه کې د جمعې ورځې د پراخو اعتراضونو پر مهال اوښتې ده.
په غزه کې روغتیايي سرچینو رویترز اژانس ته ویلي دي چې وژل شوی فلسطینی یو ۱۷ کلن هلک و .
عیني شاهدان وايي فلسطیني مظاهره چیانو پر اسرایلي ځواکونو د ډبرو ګزارونه وکړل خو د اسرایل پوځ بیا وايي چې د معترضانو له منځه پر دوي لاسي بمونه هم اچول شوي دي.
د تیرې مارچ میاشت راهیسې په غزه کې د جمعې د ورځو د اعتراضونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې اسرایلي ځواکونو ۱۷۳ فلسطینیان وژلي او سلګونه يې ټپیان کړي دي.
د دواړو خواو ترمنځ د تاوتریخوالي په دې تازه څپه کې یو اسرایلي سرتیرۍ هم وژل شوی دی.