ريک ګېټس په محکمه کې د مالي درغلیو په اړه دمعلوماتو ورکولو بهیر بشپړ کړ
هغه په دې اړه هم معلومات ورکړل چې د اوکراین یوه سیاسي ګوند پاول مانفورت ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دوه اعشاریه څلور ملیونه ډالر و له ورکولو ډډه وکړه او هغه یې له مالي بحران سره مخامخ کړل.
په محکمه کې پرون د رېک ګېټس لپاره له هیجانه ډکه ورځ وه.
د پاول منفورت مدافع وکیل پرون ادعا وکړه چې ګېټس له خپلې ښځې پټ، له ډېرو ښځو سره غیر قانوني روابط درلودل او د ټولو په اړه یې څاروالانوته معلومات نه دي ورکړل او له دې امله ، د هغه شهادت د مشروعیت نه لري.
رېک ګېټس او د هغه پخوانی رئيس،پاول منفورت اول وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چې د ځانګړي شورا مشر رابرت مولر د روسیې او امریکا د انتخاباتي درغلیو په اړه څېړنه کوله، تورن وپېژندل شول.
پاول منفورت د لنډې مودې لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنوکې د دونالد ټرامپ د انتخاباتي کمپاین مشر و خو د اوکراین له شړل شوي ولسمشر، ویکتور یانکوویچ سره د کاري ارتباط له امله یې استعفې کړې وه .