ټرمپ: د امریکا په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه پلټنې دې ودریږي
ولسمشر ټرمپ پرون په ټویټر ولیکل چې دا ډېر بد وضعیت دی او مخکې له دې چې زموږ هېواد نور رسوا کړي، لوی څارنوال باید دا پلټنې چې ډونلډ ټرمپ د شیشکې ښکار بللی، ودروي.
تردې یوه ورځ مخکې امریکايي څارنوالانو وویل، د ټرمپ پخواني انتخاباتي مسوول د هغو میلیونونو ډالرو مالیه نه ده ورکړې چې هغه د اوکراین له ولسمشر پیټرو پروشینکو سره د کار پر مهال ترلاسه کړي دي.
څارنوالانو ویلي دي پال مانافورټ مفشنه ژوند کړی، په لوړو بیو يې کورونه اخیستي، پینځه لکه ډالر يې په جامو پیرولو او ۲۱ زره ډالر يې د یوه ساعت په اخیستلو مصرف کړي دي.