اسرائيل په سوريه کې د ايران د پوځي مرکزونو ويشتلو ته دوام ورکوي
د صدراعظم دفتر پرون د ټويټر په يوه پيغام کې وليکل، چې بنيامين نتنياهو په يوه ټليفوني مکالمه کې ولادیمير پوتين ته ويلي، اسرائيل به په سوريه کې د ايران د پوځي حضور او تاسيساتو پرضد خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي.
اسرائيل په وار- وار ايران ته خبردارى ورکړى، چې په سوريه کې دې خپل پوځي حضور نه پراخوي.
اسرائيل د هغه څه پرضد چې په سوريه کې يې د ايران او حزب اله ډلې مورچلونه او تاسيسات بللي، ځينې خونړۍ هوايي حملې هم کړې دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چې هڅه يې کړې له ايران او سوريې سره خپلې اړيکې تودې وساتي، په عين حال کې کوښښ کوي له نتنياهو او اسرائيل سره هم خپلې اړيکې پراخې کړي.