د کابل یوشمېر ښځو په پاکستان کې پر ښځو ږغ کړی چې خپل نارینه له جګړې منع کړي
د هلمند د سولې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د کابل یوشمېر ښځو دا ځانګړی لیک دوي ته چې د پاکستان دسفارت مخې ته یې پرلت کړی، سپارلی دی.
بسم الله وطندوست: دکابل ښاریوشمېرعامې مېرمنې وې، راغلې وې او دا لیک یې په ګډه لیکلی و. په لیک کې یې یوډول ګواښ کړی وچې که پاکستاني مېرمنې د جګړې په بندولوکې ګډون ونه کړي، لرې نه ده چې دا حالت چې پر افغان مېرمنو دی، هغوي به هم ورڅخه برخمنې کېږي.
د دې ولسي حرکت غړي وايي چې تر ناڅرګندې نېټې به د پاکستان د سفارت مخې ته خپل پرلت جاري وساتي.