د "م.م" عمومي اسامبله د ټرمپ پر پرېکړې بېړنۍ غونډه جوړوي
دا غونډه د اسلامي هېوادونو په غوښتنه جوړېږي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ګواښ کړی و چې پر هر هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د پرېکړې پر ضد رأیه ورکړي، خپله مالي مرسته به ورباندې بنده کړي.
په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن پر هېوادونو غږ کړی چې د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو تر اغېز لاندې رانهشي او هیلهیې وښوده چې نړۍ به امریکا ته یو ښه درس ورکړي.