د استرالیا پولیسو هغه ۲ تنه نیولي چې خلکو یې په موټر وهلي
د ویکتوریا پولیسو نن وویل چې دا پېښه د ښار په مرکز کې شوې چې موټر چلوونکی له یوه بل کس سره نیول شوی دی.
پولیسو وروسته ویلي چې دا یو قصدي عمل وو، خو وایي لا ډېر وختي دی چې هغه ترورېستي اقدام وګڼي.
د ښار د امبولانس خدماتو ادارې ویلي چې ۱۳ تنه روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو ټپونه جدي دي.
سیمهییزو رسنیو بیا د ټپیانو شمېر تر ۱۹ ډېر ښودلی دی.
دا پېښه په فلیندر سړک کې داسې مهال شوې چې په سیمه خلک د کرېسمس جشن په تیاریانو بوخت وو.
د روان میلادي کال په جنوري کې هم په ملبورن ښار کې ورته پېښه شوې وه چې شپږ تنه پهکې ووژل شول.
پولیسو ویلي وو چې هغه ترورېستي پېښه نهوه.