د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډلې له تاجکستانه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان څخه څخه ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې وخوړه.
دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ لوبه وه.
دغه لوبه د شنبې په ورځ د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پیل شوه چې د افغانستان په ماتې پایته ورسیده.
افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.
له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.