هرات کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي
د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.دا خبره د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم یاد نه کړ، ازادي راډیو ته وکړه.د سرچینې په وینا، نا معلومه وسله والو نن جمعه ( د حمل ۲۱مه) پر هغو کسانو ډزې کړي چې د تفریح لپاره یوه میله ځای ته تللي وو.پیښه د انجیل ولسوالۍ په ده مهري سیمه کې شوې ده او د مرګ ژوبلې شمیر هم ډیر لومړنی دی.تراوسه د پیښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.