د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټبال لوبډله له ازبکستان سره مخامخ کېږي
د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلونو کشره لوبډله د منځنۍ اسیا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ جام په چوکاټ کې نن د ازبکستان له لوبډلې سره سیالي کوي.دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴:۳۰ بجې په تاشکند کې پیلېږي.د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډله په دې سیالیو کې په خپلو تېرو دوو لوبو کې پر قرغیزستان بایللې او له ترکمنستان سره مساوي شوې ده. دا د افغانستان د ۱۷ کلنو لوبډلې درېیمه لوبه ده.د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د فوټیال د اوولس کلونو لوبډلو سیالۍ د حمل په ۱۶ مه پیل شوي دي او تر ۲۶ پورې به دوام وکړي.