Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو وار بیا په خوست کې نښتې شوې

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د سیمه ییزو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د حمل ۱۶مه د دوشنبې شپه د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې وروسته له هغې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړل.

سیمه ییزو چارواکو پاکستانی لوری د نښتې په پیل تورن کړی دی او ادعا یې کړې چې په دې نښته کې د پاکستان یو شمېر عسکر هم وژل شوي او یوه پوسته یې له منځه وړل شوې ده، خو پاکستان په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډيو هم په خپلواک ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.

په همدې حال کې د خوست د تڼیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه نښتې په اړه وویل، "بېګا نږدې درې ساعته ډېره سخته نښته وه، خلک ټول له سیمې راووتل، موږ خپله خوست ښار ته راغلو، موږ دا غواړو چې ډز بندي وشي ځکه خلک ډېر زیات په تکلیف دي."

نوموړي دا هم وویل چې په دې نښته کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه یې نور معلومات نه لرل.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګوربز په دې اړه د ازادي راډيو اړیکه ځواب نه کړه.

په همدې حال کې د ختیځ کونړ سیمه ییز چارواکي وايي تېره ورځ د دې ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په توپچي برید کې یو سیمه ییز جومات ویجاړ شوی دی.

د کونړ ملي راډيو ټلوېزیون په دې اړه یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې یو ړنګ شوی جومات ښودل کېږي او ادعا کېږي چې دا پاکستاني ځواکونو په تازه توغندیز برید کې یجاړ کړی دی.

که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د کوچني اختر تر اوربند وروسته ظاهرا تاوتریخوالی کم شوی ښکاري، خو وخت ناوخت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو او توپچي بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

دا تازه نښتې داسې مهال شوي چې د چین په منځګړیتوب په ارومچي کې د طالب او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ستونزو د پای ته رسېدو په هدف خبرې روانې دي.

له دې خبرو یوې باخبره سرچیني چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي دوشنبه د حمل ۱۷مه ازادي راډيو ته وویل چې پیل شوې خبرې پای ته نږدې شوي او دواړه لوري په ځینو مسایلو یو بل ته د لیکلو ضمانتونو په ورکړې رضا شوي دي.

دغه سرچینې وویل طالب پلاوی تیار شوی چې پاکستان ته لیکلی باور ورکړی چې افغان خاوره به تحریک طالبان پاکستان د هغه هېواد پر ضد نه کاروي، خو وايي د پاکستان دننه د امنیتي پېښو مسؤلیت افغان طالبان ته نه ورګرځي.

دغه راز پاکستانی پلاوی هم تیار دی چې په لیکلي بڼه په هر حالت کې د لارو د نه بندېدو ضمانت ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان په رسمي ډول د روانو خبرو په اړه وروستي جزیات نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې د روانې اپرېل په ۳مه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې خبرې په تدریجي او مثبت ډول پر مخ روانې دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه و ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی، نښتې او هوايي حملې او راکټي بریدونه د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې روانې دي چې له امله یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله هم اوښتې ده او زرګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه یکشنبه د حمل ۱۶مه په یو بیان کې ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او د دغه نښتو له امله له ډیورنډ کرښې څېرمه سیمو له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.

خو په دومره شمېر ملکي مرګ ژوبله په افغانستان کې د کوم خپلواک بنسټ له لوري نه ده تایید شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسې د مارچ تر ۱۶ مې د پاکستان د حملو له امله د ۷۶ ولسي وګړو وژنه او ۲۱۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي، خو ویلي یې دي چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل، هغه حمله چې د طالبانو د ادعا له مخې ۴۰۸ روږدي په کې ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.

خو پاکستان یکشنبه د حمل په ۱۶مه په خپور کړي بیان کې ادعا کړې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې یې په افغانستان کې نږدې ۸۰۰ « ترهګر» وژلي او له زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

خو ازادي راډيو په خپلواک ډول د دواړو لورو دا ادعا ګانې نه شي تاییدولی.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې یې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپاله ډلې پر پاکستان بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus