بغلان کې ترافیکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.